د فیما سره ستاسو د هویت تصدیق کولو اختیارونه [https://www.fema.gov/ps/fact-sheet/options-verify-your-identity-fema] Release Date: اګست 4, 2023 کله چې تاسو د ناورین سره د مرستې لپاره غوښتنه کوئ، FEMA باید ستاسو هویت تایید کړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې تاسو هغه مرستې ترلاسه کوئ چې تاسو یې مستحق یاست. که FEMA ونشي کولی ستاسو هویت د عامه ریکارډونو له لارې تایید کړي، تاسو اړتیا لرئ چې اضافي اسناد وسپارئ * د هویت تصدیق کولو لپاره د منلو وړ اسناد * د خپل هویت د تایید لپاره، د FEMA ته لاندی کاپي واستوئ: * د سوشل سکیورتی ادارې یا بل فدرالي ادارې څخه یو سند چې ستاسو د سوشل سکیورتی شمیرې بشپړ یا وروستي څلور عددونه ښیې؛ * فدرالي یا د دولت لخوا صادر شوی پیژندنه او ستاسو سوشل سکیورتی کارت؛ * د کمپنی د معاشاتو سند چې ستاسو د سوشل سکیورتی بشپړ یا وروستي څلور عددونه لري؛ * پوځي پیژندنه؛ * د واده جواز (ستاسو د نوم تصدیق کولو لپاره)؛ یا * د متحده ایالاتو پاسپورت. که چیرې د 18 کالو څخه کم عمر د متحده ایالاتو د تبعه ماشوم په استازیتوب درخواست وکړئ، FEMA ته لاندې واستوئ * هر هغه اسناد چې پورته لست شوي که د ماشوم په نوم وي؛ یا * د ماشوم د زیږون سند او د دوی د سوشل سکیورتی کارت یوه کاپي، یا د سوشل سکیورتی ادارې یا بل فدرالي ادارې څخه سند چې د ماشوم د سوشل سکیورتی بشپړ یا وروستي څلور عددونه لري. * څنګه خپل اسناد وسپارئ * ټول اسناد FEMA ته په دې طریقو کې لیږل کیدی شي: * خپل DisasterAssistance.gov [https://www.disasterassistance.gov/] حساب ته اپلوډ کړئ؛ * دې پستی ادرس ته واستوئ: د FEMA ملي پروسس کولو خدماتو مرکز * FEMA National Processing Service Center, P.O. Box 10055, Hyattsville, MD 20782-7055; * 800-827-8112 ته فکس کوی؛ یا، * o د ناورین د بیا رغونې مرکز ته په شخصی توګه وسپارئ. تاسو ته نږدې یو مرکز موندلو لپاره، fema.gov/drc [http://www.fema.gov/drc] ته مراجعه وکړئ FEMA ژمن دی چې ډاډ ترلاسه کړي چې د ناورین مرستې په مساوي توګه ترسره کیږي، پرته له دې چې د نژاد، رنګ، مذهب، تابعیت، جنسیت، عمر، معلولیت، د انګلیسي ژبې مهارت، یا اقتصادي حالت پر بنسټ توپیر ولري. د ناورین څخه ژوندی پاتې شوی یا د خلکو غړی کولی شي د FEMA د مدني حقونو دفتر سره اړیکه ونیسي که چیرې دوی احساس وکړي چې دوی د تبعیض قرباني دي. د FEMA د مدني حقونو دفتر سره په  7448-285-833  شمیره اړیکه نیول کیدی شي. څو ژبو چلونکي شتون لري.